Banner

دا قيامت خو دې خدای نه راولي مورې/ امرخېل

10.10.2009 08:20

مودې کیږي په مزله یم ، مسافر يم
جل وهلی وچه خوله یم ، مسافر يم

لکه اوښکه په باڼه يم ، مسافر يم
او په زړه اوبه اوبه يم ، مسافر يم

بې له تا يم ، بې اروا يم ، رښتيا وايم
مړ ، حساب په ژوندانه يم ، مسافر يم

توره شپه ؛ توره کوټه مې لکه قبر
ديوالونه دي او زه يم ، مسافر يم

بيا سلام د چاد سترګو راياد شوی
بيا سپوږمۍ ته په کاته يم ، مسافر يم

د اوبو غړپ مې په ستوني کې نښتی
خدايزده چا ته به په زړه يم ، مسافر يم

دا قيامت خو دې خدای نه راولي مورې !
چې ته مړه يې او زه نه يم مسافر يم

جلال امرخېل

پرويزحيدري 20.01.2010 12:23

سلامونه او نيکي هيلي امرخيل صاحب.
زه هم يو مسافريم او ستا دي ښکلي شعر زما په زړه دملحم يوه پټي ولګوله .
او صادق صاحب هم سلامونه وايم.

لطيف الله صادق 18.10.2009 12:01

چې له هرچا څخه دير په تا مين دې
امرخيله هغه زه ېم مسافر يم

ساپې 10.10.2009 15:15

واه واه امرخیله

زه هم ستا غوندې له کوره یم راوتې
تیندکونه دی او زه یم مسافریم

خو ډیر ښکلې شعر دی لیکلی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.